کابل او ولایتونو کې د عاشورا مراسمو باندې د وسله والو د بریدونو مخنیوي په هدف، حکومت د امنیتي ځواکونو پر ځای یو وار بیا پر عامو خلکو وسلې ویشلې دي، څو د خپلو ځانونو امنیت په خپله ونیسي. د کابل ښار په هر واټ او څلور لارو کې په وسلو سمبال شخصي جامو کې کسان ولاړ دي چې د عاشورا مراسمو لپاره یې په خپله امنیت نیولی او چک پاینټونه یې جوړ کړي دي. دوی وايي چې د هرې تکیه خانې لپاره د امنیتي ځواکونو پر ځای له لسو تر پنځلسو پورې دغه وسله وال ګومارل شوي دي. کابل ښاریان او د چارو شنونکي نیوکه کوي، چې د عاشورا مراسمو د امنیت لپاره د عامو خلکو وسله وال کول ناوړه عواقب لري، دوی وايي، چې دا په غیر مستقیم ډول ملېشه سازۍ ته زمینه سازي ده او له دغو خلکو څخه بېرته د وسلو ټولول ستونزمن کار دی.