د مرکزي بانک سرپرست د قطر سفارت له مستشار سره په کتنه کې ویلي چې، د افغانستان بانک د نړۍ د ټولو هېوادونو له مالي او بانکي بنسټونو سره د ښو او مناسبو اړیکو غوښتونکی دی. د افغانستان بانک سرپرست او مردف القاشوطي د دواړو هېوادونو د مرکزي بانکونو تر منځ د اړیکو پر پیاوړتیا، پر ډیجیټلایزېشن یا د برېښنایي بانکوالۍ پر پراختیا او پر ظرفیت لوړونې خبرې اترې کړې دي. د دغه بانک د خبرپاڼې پر بنسټ، مردف القاشوطي په دغې کتنه کې له مرکزي بانک سره د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.