د پاکستان پوځ په کوټه کې د هغو ۱۴ پوځیانو جنازه ادا کړه چې وړمه ورځ په بلوچستان کې وژل شوي وو. رویټرز خبري اژانس د پاکستان د پوځ په حواله لیکلي، د وړمې ورځې په پېښه کې ټولټال ۷۳ کسان وژل شوي چې ۳۸ هغه یې ملکي وګړي دي. د پاکستان پوځ همدراز ویلي، له وسله والو سره په نښته کې یې ۲۱ وسله وال هم وژلي دي. د یاد برید مسوولیت بلوڅ بېلتون غوښتونکو منلی دی.