هلمند کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې د قطر هېواد په مالي ملاتړ څه باندې ۲۷۰ ناروغانو د سترګو وړیا عملیاتونه کړي دي. د دې ټولنې مسوولین وایي، د سترګو دا عملیاتونه یې مرکز لښکرګاه او یو شمېر ولسوالیو کې کړي دي. ځينې ناروغان هم د افغاني سرې میاشتې ټولنې د دغه ګام هرکلی کوي او له اړوند مسؤلینو غواړي، چې دا بهير د هېواد نورو سیمو ته هم وغځوي. هلمند کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې مسوولینو د معلوماتو له مخې، سلګونه کسان لا هم شته چې د سترګو لید کې ستونزې لري او هڅه کوي، چې د یادو کسانو د وړیا درملنې زمینه هم برابره کړي.