اروپایي ټولنه وایي، د روان ۲۰۲۴ کال له پيله یې له افغانستان سره ۱۰۰ میلیونه یورو چې شاوخوا ۱۱۱ میلیونه ډالره کېږي، بشري مرسته کړې ده. د اروپایي کمېسیون ویاند ایریک مامېر پرون په بروکسل کې خبریالانو ته وویل، دوی دغه مرستې د خپلو همکارو موسسو پر مټ وېشي، نه د کوم حکومتي چوکاټ له لارې. اروپایي ټولنه وایي، د سرپرست حکومت له بیا واکمنۍ راهیسې يې په ۳۵ الوتکو کې افغانستان ته ۱۶ سوه ټنه د ژوند ژغورنې توکي استولي دي. امریکا او نورو هېوادونو هم له خپله اړخه افغانستان سره بشري مرسته کړې، خو د ملګرو ملتونو شمېرې لا هم په افغانستان کې د بېوزلۍ کچه د اندېښنې وړ بولي او ګڼ خلک هم له وزګارۍ او ناوړه اقتصادي حالته سرټکوي.