د فلسطین دولتي خبري اژانس خبر ورکړی، چې د یاد هېواد ولسمشر محمود عباس په یوه رسمي سفر د تېرې دوشنبې په ورځ د سعودي عربستان پلازمینې ریاض ته رسېدلی. محمود عباس د دغه سفر په ترڅ کې تېره ورځ د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره لیدلي او دواړو لوریو د غزې جګړې او سیمهییز کړکیچ په تړاو يې خبرې کړې دي. په دې لېدنه کې محمد بن سلمان د کړکېچ د راکمولو لپاره د سعودي عربستان د ژمنتیا ډاډ ورکړی او زیاته کړې یې ده، ریاض له نړیوالو او د سیمهییزو ډلو سره په ګډه د کړکیڅ د کمولو لپاره هڅې کوي.