د غور د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولینو د دغه ولایت په چهارسدې ولسوالۍ کې د اوبو رسولو د یوې شبکې چارو د پیل کېدو خبرورکړی دی. د غور د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست د رسنیو دفتر مسوول ذبیح الله غوثي زاده ویلي چې دغه شبکه د غور د چهارسدې ولسوالۍ په اسلام آباد کلي کې د یونیسف دفتر په مالي ملاتړ د څه باندې یو میلیون ۹۴۲ زره ۶۹۶ افغانیو په لګښت جوړېږي. په یاده شبکه کې د ۲۰ متر مکعب په وړتیا د پاکو اوبو یوې ذخیرې جوړول، د ۴۸ نل لیکو نښلول او د ۳۱۷۴ مترو په اوږدوالي پایپ لاین غځول شامل دي. د نوموړي په وینا د یادې شبکې د کار په بهیر کې لسګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې چې په بشپړېدو سره به یې۱۳۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شي.