د نورستان سیندیزې فرعي حوزې ریاست تر چتر لاندې او د خوړو او کرنې ادارې په مالي ملاتړ د ۳۲۹ زره امريکايي ډالرو په لګښت مرکز پارون کې د څلورو پروژو چارې پیل شوې. په دغو پروژو کې د ۱۶۰۰ متره په اوږدوالي دوو کانالونو او ولایتي روغتون او پارون برېښنا کوټ سیند اوبو څخه د خوندي ساتنې په موخه د دوو استنادي دېوالونو جوړول شامل دي، چې د ۸ میاشتو په موده کې به یې رغنیزې چارې بشپړې شي.