د جوزجان ولایت د خوړو او درملو آمریت مسوولینو خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې یې څه باندې ١٣ټنه بې کیفیته خوراکي او غیر خوارکي توکي سوځولي دي. مسوولین وایي، د روان کال په تېرو څو میاشتو کې یې څه باندې ١٣ ټنه، ٢٤٤٥ قلمه ډول ډول بې کیفیته خوراکي توکي او درمل له هټیو او درملتونونو څخه راټول او د سیمه ییزو مسولینو په شتون کې وسوځول شول. په یاد ولایت کې د خوړو او درملو ملي ادارې مسوولین وایي، چې د هټیوالو او درملتونو له خاوندانو څخه غوښتي چې د بې کیفیته خوراکي توکو او درملو له پلورلو څخه ډډه وکړي. ورته مهال د سیمې اوسېدونکي په دغه ولایت کې د خوړو او درملو ملي ادارې له دغه اقدام څخه هر کلی کړی او ټینګار یې کړی، چې په یاده برخه کې خپل نظارت دوامداره وساتي.