د پاکستان دکورنیو چارو وزارت ویلي، چې د افغان کډوالو د اېستلو دویم پړاو به ډېر ژر پیل شي. د یاد وزارت وزیر محسن نقوي دا خبرې د یوناما له مرستیال انډریکا رټواټه په مشرۍ د ملګرو ملتونو له پلاوي سره پهکتنه کې کړې دي. نوموړي ویلي، چې هېواد یې افغانستان کې سوله او ثبات غواړي او زیاتوي چې پاکستان په دغه برخه کې هر ډول همکاري کوي. انډریکا رټواټه د افغان کډوالو او دوحې غونډو په برخه کې د پاکستان رول ستایلی او زیاته کړې یې ده، چې ملګري ملتونه له افغان چارواکو سره د کډوالو ستنېدو په اړه په ګډه کار کوي.