د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي اندریکا راټواټي په مشرۍ یوه پلاوي سره په خبرو کې ویلي چې ډېر ژر به له پاکستانه افغانستان ته د افغان کډوالو د ستنولو دویم پړاو پیل شي. دا په داسې حال کې ده چې تېر کال د نومبر میاشتې په لومړۍ ڼېټه له پاکستانه د افغان کډوالو د اجباري ایستلو لړۍ پیل شوه او په ترڅ کې یې سلګونه زره افغانان افغانستان ته ستانه کړای شول. د کډوالو د ایستلو د دویم پړاو په اړه پاکستان کې مېشت یو شمېر افغانان اندېښمن دي او د پاکستان له حکومته غوښتنه کوي چې پر خپلې پرېکړې بیا کتنه وکړي. د پاکستان د کورنیو چارو وزیر کره نېټه نه ده یاده کړې، چې کله به له پاکستانه د کډوالو افغانانو د ایستلو دویم پړاو پیل شي، خو یادونه یې کړې ده چې د هغو افغانانو پرضد هېڅ ډول اقدام نه دی شوی چې په پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسناد لري.