د سرپرست حکومت اقتصادي مرستيال، د قوشتېپې کانال د سربند له چارو ليدنه کړې ده. اقتصادي مرستيال د دغه کانال د سربند جوړولو په برخه کې د ملي پراختيا شرکت ترسره شوي کارونه ستايلي او د دغه شرکت کارکوونکو ته يې لارښوونه کړې چې د سربند او کانال چارې په پوره دقت، ښه کيفيت او ټاکلې نېټه بشپړې کړي.
نوموړي دغه راز د قوش تېپې کانال د کرنې او اوبو مديريت په برخه کې مهم بللی او ويلي يې دي چې سرپرست حکومت يې په خپل ټول توان سره په ټاکلي وخت د چارو بشپړولو ته ژمن دى.