د اوکراین د يوې الوتکې له نسکورېدو او پهکې د پيلوټ له مړه کېدو وروسته، د دغه هېواد ولسمشر د هوایي ځواکونو قوماندان له دندې ګوښه کړ. ویلادیمیر زیلینسکي دا پرېکړه یوه ورځ وروسته تر دې وکړه چې کییف خبر ورکړ چې په امریکا کې جوړه شوې یوه ایف ۱۶ الوتکه د روسیې د توغندیو او بېپيلوټه الوتکو د برید د شنډولو پرمهال په اوکراین کې نسکوره شوې ده او پیلوټ یې هم مړ شوی دی. زیلینسکي وویل چې ده د میکولا اولیشچوک د برطرفۍ پرېکړه د اوکراین د پوځ د مشرتابه د پیاوړتیا لپاره وکړه. اولیشچوک د دوه زره یو ویشتم کال د اګست له میاشتې راهیسې د اوکراین د هوایي ځواکونو قوماندان و.