د کندوز د ترافیکو مدیریت د جواز سییر وېش مسوول وايي، د افغانستان لاس یو کیلي موټرو د ثبت لړۍ یې پيل کړې ده. قیس حنظله په خبره د دې لړۍ پلې کېدو سره به د پام وړ د جنايي جرمونو کچه راټيټه او د حکومت عواید به هم لوړ شي. بل پلو د کندوز یو شمېر اوسېدونکي د افغانستان لاس یو کیلي موټرو د ثبت او راجستر لړۍ ته خوشحاله دي او د دې لړۍ پلې کېدل د جنايي جرمونو د کمښت برخه کې مهم ګام ګڼي. دا په داسې حال کې ده چې د سرپرست حکومت بیاځلې واکمنېدو وروسته، د افغانستان لاس سربېره د ښي لاس موټرو د ثبت او راجستر لړۍ هم پيل شوې او زرګونه موټرو ته اسناد وېشل شوي دي.