د ازموینو ملي ادارې سرپرست نن د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د خپلو یوکلنو لاستهراوړنو د شریکولو په خبري ناسته کې وویل، دغې ادارې په تېر یوه کال کې له ۱۷۷زرو او ۲۰ کسانو څخه ازموینه اخیستې او ۸۷زره او ۱۰۳ بریالي شوي کسان یې بېلابېلو ادارو ته ورپېژندلي دي. د هغه په خبره، د ۱۴۰۳ کال د کانکور ازموینه یې هم اخیستې چې ۹۷زره او ۹۱۷ کسانو ته یې د ګډون کارت چاپ کړی، په پښتو، دري، انګلیسي او عربي ژبو یې د ازموینې پوښتنپاڼې برابرې کړي او له ۱۶۰ دقیقو څخه څلورو ساعتونو ته د کانکور ازموینې په اوږدېدو سره یې زدهکوونکو ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړې دي. نوموړی وايي، په تېر یوه کال کې یې د ۴۰زره ښوونکو د ازموینو اخیستو په موخه یې له پوهنې وزارت سره هوکړهلیک لاسلیک کړی دی. نوموړی ټینګار کوي چې په لومړي ځل یې په کندهار، هرات، بلخ، بامیان، کندوز، پکتیا و ننګرهار ولایتونو کې د دغې ادارې څانګې جوړې کړې دي.