د کانونو او پټرولیم د سرپرست وزیر په مشرۍ ترکمنستان ته د افغان پلاوي د سفر پر مهال د افغانستان د برېښنا شرکت د اجرایوي رییس او د یاد هېواد د انرژۍ وزیر اناګلدي ساپاروف ترمنځ د ټاپي پروژې د پلي کولو هوکړه لیک لاسلیک شو. د دې هوکړه لیک په لاسلیک سره دواړو خواو په خپلو خاورو کې د یادې پروژې پلي کولو په موخه د تاسیساتو جوړولو او همدراز د یادې پروژې اړوندو اسنادو د بشپړولو په برخه کې ژمنه کړې. د یادې سترې او مهمې پروژې په پلي کېدو او بشپړېدو سره په هیواد کې دننه زرګونو کسانو ته د کاري زمینې رامنځته کېدو سربېره افغانستان د نوموړي مزي له لارې زیاته کچه برېښنا او تر څنګ یې هر کال د ټرانزیټ حق پیسې پاکستان ته د لیږدوونکې برېښنا څخه ترلاسه کوي. ټاپ هغه پروژه ده، چې د افغانستان له لارې پاکستان ته د ترکمنستان برېښنا لېږدوي.