غور کې د دوو قومونو ترمنځ څه د پاسه سل کلنه دښمني د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو د سرپرست وزیر په مشرۍ د دغه وزارت د پلاوي په منځګړيتوب پای ته رسېدلې ده. د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د دغو دوو قومونو (سردارخېلو او تایمنیو) ترمنځ د ځمکې پر سر دښمنۍ کې شاوخوا ۱۰۰ کسان وژل شوي او ټپيان شوي دي. خبرپاڼه کې راغلي دواړو خواو له ځایي مسوولینو د شوې پرېکړې د تطبیق په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.