د ملګرو ملتونو امنیت شورا وایي، روانه میاشت د افغانستان په اړه غونډه جوړوي. د امنیت شورا په خبرپاڼه کې راغلي، د تړلو دروازو ترشاه به دغې غونډې ته د یوناما مشره روز اوتونبایوا او د ملګرو ملتونو د ښځو برخې مشره سیما باهوس خبرې وکړي. دغه غونډه چې کره نېټه یې نه ده ښودل شوې، ویل کېږي، چې د مدني ټولنې یو استازی به هم پکې خبرې وکړي.