د بغلان ځايي مسوولینو د یاد ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د ۱۰ کیلومترسړک د رغولو خبر ورکړی دی. د یاد ولایت د مرکزي بغلان ولسوال عبدالستارجلالي ویلي، چې یاد سړک د ۱۰ کیلو متره په اوږدوالي سره جوړېږي، چې د یاد ولایت د ښاروالۍ ریاست څخه تر منګلو پورې اوهمدارنګه له مرکزي بغلان سره ۱۰ کلي نښلوي د یاد ولایت په مالي ملاتړ د نږدې یو میلیون افغانیو په لګښت یې د رغولو چارې پیل شوې دي. ورته مهال د یاد ولایت اوسېدونکو د یاد سړک په جوړېدو خوښي ښودلې او په راتلوونکي کې یې له دولت څخه د ورته نورو پروژو د پلي کېدو غوښتنه کړې ده.