د افغانستان فوټبال فدراسیون خبر ورکړی، چې د فوټسال ملي لوبډله نن ماسپښین ۲ بجې د ګواتیمالا پر وړاندې لوبه ترسره کوي. دغه سیالي چې د انټرکانټینټال یا بین القاره يي جام سیالۍ دي د تایلیند په کوربه توب ترسره کېږي. افغان لوبډله به د سې شنبې په ورځ د کوېټ، د چهارشنبې په ورځ د اسټرالیا او خپله وروستۍ سیالۍ به د کوربه تایلیند لوبډلې پر وړاندې د پنجشنبې په ورځ ترسره کړي. د یادولو وړ ده، چې د دې سیالیو موخه د فوټسال راتلونکي نړیوال جام سیالیو لپاره چمتووالی دی چې د روانې سپټمبر په ۱۴مه نېټه به د ازبکستان په کوربهتوب پیل شي.