نړۍوالو رسنیو د اتریش د بهرنیو چارو وزارت له قوله راپور ورکړی چې دغه هېواد هم نیت لري چې هغه افغانان بېرته هېواد ته را واستوي چې جرمي مخینه لري. د رسنیو د راپورونو پر بنسټ، د اتریش بهرنیو چارو وزارت ویلي، له جرمني سره له اوږدې مودې راهیسې پر دې بحث کوي چې څنګه کولای شي (ګډ ډيپورټيشن) یا په ګډه مجرمین افغانان بېرته واستوي. دغه خبر وروسته له هغې ورکول کیږي چې جرمني تېره اونۍ په یوه ځل ۲۸ تنه هغه افغانان بېرته هېواد ته راوستول چې په بیلابیلو جرمونو کې ښکېل ګڼل شوي وو.