د رویټرز خبري اژانس د راپور پر بنسټ، شاوخوا ۵۰۰ زره اسراييلو د حکومت ضد لاریون کړی دی. لاریون کوونکي د بنیامین نتنیاهو پر واکمنۍ نیوکه کوي چې د غزې اوربند په پلي کولو او د یرغمل شویو په راخوشې کولو کې پاتې راغلی دی. په تل ابیب کې واټونو ته وتلي لاریون کوونکي له حکومت غواړي چې له حماس غورځنګ سره د پاتې ۱۰۱ تنو یرغمل شویو د خوشې کولو لپاره پوره هڅه وکړي. دغه لاریونونه وروسته له هغې پراخ شول چې په غزه کې د شپږو تنو یرغمل شویو اسراييلي وګړو د وژل کېدو راپور خپور شو.