په کندهار او اروزګان ولایتونو کې د سېلابونو راوتلو له امله خلکو ته ګڼ زیانونه اوښتي دي. د کندهار د کرنې ریاست ویاند محمد حنیف حقمل ویلي چې، سېلابونو بڼوالو ته درانه زیانونه اړولي دي. ورته مهال د اروزګان د والي ویاند اغا ولي انعام هم په ډاګه کړې چې، دغو سېلابونو د ترینکوټ په ګرم اب، درفشان سیمو، خاص روزګان او چوره ولسوالۍ کې خلکو ته ګڼ مالي زیانونه اړولي دي.