په کندهار کې سږکال پر ۲۰۸۶ هکټاره ځمکه پنبه کرل شوې ده. کروندګر وايي، پنبه اقتصادي کښت دی، خو که سرپرست حکومت یا مرستندویه بنسټونه ورسره د کرنیزو افتونو مخنیوي درملو مرسته ونکړي د پنې سږني حاصلات به یې اغېزمن شي. د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین ډاډ ورکوي، چې د کرنیزو افتونو مخنیوي په برخه کې به له کروندګرو سره مرسته وکړي. د مسوولینو په وینا تېر کال په دغه ولایت کې پر دوه زره هکټاره کرنیزه ځمکه پنبه کرل شوې وه، خو سږ کال ۲۰۸۶ هکټاره کرنیزه ځمکه باندې پنبه کرل شوې. د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو پر بنسټ دغه ولایت کې تولید شوې پنبه به د نساجي فابریکې تر څنګ ګاونډیو هېوادونو ته هم صادره شي.