د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره په ټیلیفون خبرې کړي او پر غزې يې د اسراییلو د بریدونو ختمولو لپاره د اسلامي هېوادونو له خوا د فشار پر راوستلو ټينګار کړی دی. د ترکیې ولسمشرۍ ماڼۍ د اعلامیې له مخې اردوغان یو ځل بیا اسراییل د فلسطینانو پر نسل وژنې تورن کړی دی. اردوغان د اسلامي هېوادونو د ګډ اقدام اهمیت ته په اشارې ویلي، چې پر غزه د اسراییلو بریدونه او د هغوی له خوا د بشري حقونو نقض باید پای ومومي او هلته تلپاتې اوربند ټينګ شي.