اسراییلو کې د یوې لویې سوداګریزې ټولنې غړو وروسته له هغې کاري اعتصاب کړی، چې غزه کې د شپږو نورو اسراییلي اسیرانو مړي هم وموندل شول. د کارګرانو او کسب کارانو دغه ګام اسراییلو کې ګڼ شمېر سوداګریزې چارې ځنډولي او خلکو ته یې ستونزې ولاړې کړې دي. په تل ابیب کې واټونو ته راوتلي لاریون کوونکي له حکومت غواړي چې له حماس غورځنګ سره د پاتې ۱۰۱ تنو یرغمل شویو د خوشې کولو لپاره پوره هڅه وکړي. دغه لاریون کوونکي چې د لومړي وزیر د دفتر مخ ته راټول شوي، په غزه کې د یرغمل شویو عکسونه هم له ځان سره لېږدوي. اخوا پولیس هڅه کوي چې د لاریون کوونکو مخه ونیسي خو پر دغه چاره نه دي بریالي شوي.