د بغلان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، چې سږ کال په دې ولایت کې د پر وخت اورښتونو له امله د زغرو په حاصلاتو کې ۵۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی. د بغلان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د تیلي او صنعتي نباتاتو د ودې او ترویج مدیر خلیق محمدي وايي، چې سږ کال په دې ولایت کې د زغرو حاصلات ۵۰ سلنه زیات شوي او لامل یې هم په للمي سیمو باندې د بارانونو پر وخت اورښت دی. بل لور ته د بغلان په مرکز پلخمري کې هغه فابریکې چې د زغرو تیل تولیدوي مسوولین یې د زغرو د حاصلاتو زیاتوالي ته خوښ دي او هیله یې داده چې سږ کال به دوی په پراخه کچه د زغرو تیل تولید کړي.