د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کې د نږدې ۶ میلیونه افغانیو په لګښت اته چکډېمونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول. د یاد ولایت د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ویاند محمد حنیف حقمل ویلي، چې د یاد ولایت په ارغستان ولسوالۍ کې د اسلامي بنسټ په مالي ملاتړ د نږدې ۶ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو ذخیره کولو اته چکډېمونه جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي. نوموړي زیاته کړې، چې د یاد ولایت په نورو ولسوالیو کې هم ورته نور چکډېمونه جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي. ورته مهال د یاد ولایت اوسېدونکو د یادو چکډیمونو په جوړېدو خوښي ښودلې او په راتلوونکي کې یې له دولت څخه د ورته نورو پروژو د پلي کېدو غوښتنه کړې ده.