د اوکراین په مرکزي ښار پولتاوا کې پر یوه پوځي انسټیټوټ د روسیې په هوايي برید کې کابو ۵۰ تنه وژل شوي دي. د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې په دغه برید کې چې نږدې ټول قربانیان یې پوځيان دي، ۲۷۰ نور ټپیان دي. ویل کیږي چې په دغه هوايي برید کې دوه بالستیکي توغندي کارول شوي چې د روانې جګړې تر ټولو خونړی برید ګڼل کیږي.