د سرپرست حکومت د رییس الوزرا حکم د برېښنایي پېژندپاڼو د وېش بهیر چټکتیا او دغه بهیر کې د اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه یوه کمېټه جوړه شوه. ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه کمېټه چې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې او بېلابېلو وزارتونو د استازو په ګډون د رییس الوزرا د عمومي دفتر د مرستیال په مشرۍ جوړه شوې، د رییس الوزرا مقام ته به په دې اړه راپور ورکوي.