د سرپرست حکومت سیاسي کابل کې د طب فارغانو فراغتغونډې ته ویلي، ټولنه ځوانو کدرونو او ډاکټرانو ته اړتیا لري. نوموړي ویلي، د سرپرست حکومت بیا واکمنېدو راهیسې د هېواد په روغتیايي سکټور کې مافیایي کړۍ لمنځه تللې او په خبره یې، په هېواد کې د روغتیايی خدماتو د ښه والي لپاره هڅې روانې دي. ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې سیاسي مرستیال په خپلو خبرو کې له نړۍوالو مرستندویه بنسټونو غوښتي، چې له افغانستان سره خپلې مرستې پراخې او افغانانو ته د ښو روغتیایي خدماتو رسولو کې برخه واخلي.