د پنجشېر سرپرست والي د حکومتي ادارو او نړیوالو موسسو ترمنځ په جوړه شوې غونډه کې ویلي، چې د سرپرست حکومت په راتګ سره په دې ولایت زیات پرمختګونه شوي خو دا بسنه نه کوي. نوموړي له نړیوالو موسسو غوښتي، چې په پنجشېر کې د وروستیو سېلابونو څخه زیانمنو شویو کورنيو سره مرستې وکړي او تخریب شوي عامه ځایونه ورغوي. په دې ناسته کې د اغا خان بنسټ مسوول ډاډ ورکړی، چې د پنجشېر په مرکز او پنځو ولسوالیو کې به ۵۹ د پاکو اوبو شبکې او کانالونه جوړ کړي، چې د دغه پروژو لومړنۍ چارې يې سرته رسېدلې او پر ځینو يې عملي کار پیل شوی دی.