د ارزګان ولايت د ګیزاب، چورې او خاص ارزګان ولسوالیو اوسېدونکي د مخابراتي خدمتونو کیفیت ښه کېدو غوښتنه کوي. د اروزګان کیزاب ولسوالۍ د مرکز ترینکوټ ښار په ۹۵ کیلومترۍ کې پرته ده چې شاوخوا ۸ زره کورنۍ پکې مېشتې دي. د دې ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وايي، په تېرو دوو لسیزو کې د ژوند لومړنیو اسانتیاوو، زده کړو، روغتیا او څښاک پاکو اوبو سربېره له مخابراتي خدمتونو بې برخې وو. ورته مهال د چورې او خاص اروزګان ولسوالۍ اوسېدونکي هم وايي، د مخابراتي خدمتونو کیفیت خرابوالي له امله یې ورځنۍ چارې له خنډ او ځنډ سره مخ دي. خو د دغه ولایت سیمه ییز مسوولین وايي، دامهال د اروزګان ۸۰ سلنه اوسېدونکي له مخابراتي خدمتونو برخمن دي.