کندهار او هلمند کې دغواګانو له خصوصي فارمونو څخه هره ورځ ١٥٠زره لیټره شیدې را ټولېږي چې له ډلې یې، ١٢٠زره لیټره په کندهار او ٣٠زره لیټره هم هلمند کې تولیدېږي. د دواړو ولایتونو ولایتي مسوولین وايي چې یاد ولایتونه د تازه شیدو له اړخه پر ځانبسیا شوې دي. دوی همداراز ډاډ ورکوي د شته فارمونو معیاري بڼې ته اړولو برخه کې ګړندۍ هڅې روانې دي، څو د دواړو ولایتونو فارملرونکي عصري فارمدارۍ ته مخه کړي. کندهار او هلمند کې اوس د غواګانو ۱۰۳۰ فارمونه فعال دي چې فارملرونکي یې، د شیدو بیو له ټیټوالي شکایت لري. باور دا دی که له بهره د راوړونکو شیدو او وارداتو پرځای کورنیو تولیداتو ته اړینه زمینه برابره شي، د کورنیو د اقتصادي ستونزو د حل تر څنګ نور هېوادوال هم هڅیږي چې دغه کاروبار ته مخه کړي.