د هرات ولایت ځایي چارواکي وایي، چې د دغه ولایت په ۱۳ ناحیه کې د ۱۵ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه کانال د جوړېدو چارې پیل شوې دي. د یاد ولایت د ښاروالۍ ریاست مسوولین وایي، چې په دیارلسمه ناحیه کې د یاد ریاست په مالي ملاتړ د ۱۵ میلیونه افغانیو په لګښت د اسحاق آباد لارې د کانال د جوړلو چارې پیل شوې دي. نوموړی زیاته کړې، چې یاده پروژوه ۲ کیلو مترو اوږدوالی او درې متره سور لري، چې ۱۳۵ ورځو په موده کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.