د کندهار ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، چې د یاد ولایت په ارغستان ولسوالۍ کې د ۸ چیکډېمونو د جوړېدو چارې پشپړې شوې دي. د یاد ریاست د مسوولینو په خبره په دې چیکډېمونو شاوخوا شپږ میلیونه افغانۍ مصرف شوې او چارې یې د اسلامي بنسټ په مالي ملاتړ بشپړې شوې دي. ویل کېږي چې دا چیکډېمونه د اوبو د ذخیره کولو په موخه ګټېاخیستنې ته سپارل شوي دي. د یادولو وړ ده، چې تر دې وړاندې هم په یو شمېر ولایتونو کې لسګونه ورته پروژې پلې شوې، چې د سېلابونو د کنترول لپاره ګټور بلل شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په هېواد کې ډېرې سیمې وچکالۍ ځپلې او تر ځمکې لاندې د اوبو سطحه د ټیټېدو په حال کې ده.