په هېواد کې د مخنیوي په برخه د حکومتي چارواکو له ژمنو سره سره، د کرونا مثبتې پېښې په ډېرېدو دي. د تېرې ورځې تر ماښام ناوخته په هېواد کې د کرونا یا کویېد-۱۹ ویروس ۱۶مثبتې پېښې ثبت شوې دي. له دې ډلې ډېری یې په هرات ولایت کې دي. د دې تر څنګ، د عامې روغتیا وزارت وایي چې تر پنځوسو ډېرې نورې مشکوکې پېښې له دوی سره ثبت شوې دي او معلومات به یې وروسته له خلکو سره شریک کړي. له دې سره هممهاله ولسمشر د سارک سازمان له غړو هېوادونو د همکارۍ غوښتنه کړې ده او پر ځانګړې کمېټه یې غږ کړی چې د خلکو په عامه پوهاوي کې جدي ګامونه اوچت کړي.
په هېواد کې څو اونۍ وړاندې د کرونا لومړنۍ مثبته پېښه ثبت شوه. دا پېښه په هرات کې ثبت شوه او ناروغ هم د ایران له قُم ولایت راستون شوی و. هغه مهال حکومت پرېکړه وکړه چې له ایران سره به پولې تړي، خو څو ورځې وروسته امنیت شورا بېرته د لارې د پرانیستلو خبره وکړه. له هغه مهال تر ننه لاره پرانیستې ده او هره ورځ زرګونه افغان کډوال له ایرانه افغانستان ته راستنېږي چې دلته یې د کرونا ویروس د خورولو وېره او اندېښنه هم ډېره کړې ده.
ولسمشر غني پرون د کرونا د ویروس د پراختیا او راتلونکو اقداماتو په تړاو د سارک سازمان د غړو هېوادونو له استازو سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې. نوموړي په خپلو دې خبرو کې هم له ایران سره خلاصو پولو ته اشاره وکړه او په خبره یې، له دې لارې افغانستان ته ستر ګواښ متوجه دی، خو دوی یې د کابو کولو هڅه کوي. ده پر غړو هېوادونو غږ وکړ چې له یو بل سره په همکارۍ او همدا راز له یو بل سره د تجربو په شریکولو کولی شي د دغه ویروس د لا پراختیا مخه ونیسي.
له دې سره جوخت د هېواد د عامې روغتیا وزارت وایي چې تر دې دمه یې د کرونا ۱۶ مثبتې پېښې ثبت کړې دي او ناروغان یې تر جدي درملنې او مراقبت لاندې دي. د عامې روغتیا وزارت پر خلکو غږ کړی دی، چې د مشکوکو پېښو یا نښو نښانو د لیدو پر مهال نږدې روغتیايي مرکز ته مراجعه وکړي او په دې توګه د ځان او خپلو هېوادوالو ژوند خوندي کړي. بلخوا لا هم زرګونه کډوال له ایرانه افغانستان ته را روان دي. د هرات ولایت ځايي چارواکي او د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست سید حسین عالمي بلخي وایي چې هره ورځ تر لسو زرو پورې کډوال د هرات له لارې افغانستان ته راځي. د هرات ځایي چارواکو بیا تېره ورځ هم په دې برخه کې له مرکزي حکومت د مرستې غوښتنه وکړه.
د عامې روغتیا وزیر بیا ټينګار وکړ چې ټولې مرستې به له هرات ولایت او نورو زیانمنو ولایتونو سره شریکې کړي او په خبره یې، جدي اقدامات تر سره کوي څو د کرونا ویروس د پراختیا مخه ډب کړي. د بهرنیو چارو سرپرست وزیر هارون چخانسوري هم وویل چې ځینو هېوادونو د کرونا ویروس ضد مبارزه کې له افغانستان سره د همکارۍ ژمنه کړې ده. نوموړي د بېلګې په توګه د متحده عربي اماراتو نوم یاد کړی چې مرستې ته یې تیاری ښودلی دی.
بلخوا ولسمشر غني بیا تېره ورځ ناوخته د عامه اړیکو او ارتباطاتو د یوې ځانګړې کمېټې له جوړولو خبر ورکړی دی. د دې کمېټې مشري به د ولسمشر سلاکار او د ولسمشرۍ ماڼۍ د ارتباطاتو رییس وحید عمر کوي. په دې کمېته کې د عامې روغتیا، اطلاعاتو او فرهنګ، حج او اوقافو، کورنیو چارو، ملي دفاع، کډوالو چارو، لوړو زده کړو، پوهنې او نورو وزارتونو استازي ګډون کوي. دوی به خلکو ته عامه پوهاوی ورکوي، په رسنیو کې به ولس ته معلومات ورکوي، غږيږ او انځوریز پیغامونه به خپروي او هڅه به کوي چې د کرونا ویروس د وقایې، مخنیوي او معلوماتو په برخه کې فعال رول ادا کړي.