د افغانستان بانک وايي، په تېر یوه کال کې د افغانۍ ارزښت د نورو بهرنیو اسعارو پر وړاندې ۱۷.۲۵ سلنه لوړ شوی. د دغه بانک مسوولین زیاتوي، چې په تېر یوه کال کې د معقولو پولي سیاستونو په اساس په هېواد کې، د انفلاسیون کچه منفي ۶.۶ سلنه ساتل شوی، چې د وړم کال په پرتله یې یو مطلوب حالت کې بلل شوې. د افغانستان بانک مسوولین وايي، هڅه کوي، چې په هېواد کې د برېښنايي بانکوالۍ د پراختیا لپاره نوي اقدامات ترسره کړي. د یاد بانک مسوولینو په وینا، دا مهال د سوداګریزو بانکونو ټولې چارې د اسلامي شریعت په رڼا کې له سود پرته ترسره کېږي او د افغانۍ ارزښت د امریکایي ډالر پر وړاندې څه باندې ۱۷ سلنه لوړ شوی دی.