امریکا او عراق له بغداده د امریکا په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو پر ایستلو هوکړه کړې ده. رویټرز د خپلو سرچینو په حواله لیکلي چې د دغې هوکړې لمخې به د راتلونکي زېږیز کال تر پایه سلګونه سرتېري له عراقه و وځي او پاتې ځواکونه به د ۲۰۲۶ کال تر پایه و وځي. په بهرنیو چارو کې د عراق د لومړي وزیر سلاکار فرهاد علاوالدین ویلي، چې له واشنګټن سره د ایتلافي ځواکونو د وتلو په اړه تخنیکي خبرې اترې بشپړې شوي، خو د دغه پلان د جزئیاتو په اړه یې څه نه دي ویلي. شاوخوا ۲۵۰۰ امریکایي سرتېري عراق کې مېشت دي.