د کندوز د پوهنې ریاست مسوولینو د دغه ولایت په اقتاش ولسوالۍ کې د ٢٥ میلیونه افغانیو په لګښت یوه ښوونځي ته د ودانۍ جوړېدو خبر ورکړی دی. د یاد ولایت د پوهنې رییس حزب الله مبشر ویلي چې د اقتاش ولسوالۍ د جنت باغ ښوونځي لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ له خوا د ۲۵ میلیونه افغانیو په لګښت نوې ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. نوموړي زیاته کړه، چې یاد ښوونځی ٨ درسي او ۲ اداري خونې ، احاطوي دېوال، د پاکو اوبو څاه او نور اړين ملحقات لري. د یادې ودانۍ په جوړېدو سره د سیمې یو شمېر اوسېدونکو ته هم د کار زمینه برابره شوې وه.