د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د ټاپي، نوري فايبر، ټاپ او رېل پټلۍ د پروژو د پرانيستې کمېسيون د چمتووالي لومړنۍ ناسته وکړه. د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې، د رياست الوزرا مقام له حکم سره سم، د بهرنيو چارو وزارت د سرپرست په مشرۍ د امنیتي ارګانونو، کانونو او پټروليم، ټولګټو، اطلاعاتو او کلتور، مخابراتواو معلوماتي تکنالوژۍ وزارتونو او د سرپرست حکومت مرکزي وياند او د افغانستان برېښنا شرکت په گډون پرون د بهرنيو چارو وزارت کې له ترکمنستان سره د ټاپي او گڼو نورو پروژو د پرانيستې مراسمو لپاره د چمتووالي ناسته وکړه. نوموړی وايي چې، په دې غونډه کې د فرعي کمېټو د چمتووالي مفصل راپور وړاندې کړل شو او د مراسمو د ښه ترسره کولو لپاره لازمې پرې کړې شوې دي. خبرپاڼه کې راغلي چې، تمه ده په راتلونکو ورځو کې یادې پروژې د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شي.