په کابل کې د تره خېلو د نوي سبسټېشن او له چمتلې څخه تر تره خېلو د برېښنا د لېږد مزي پروژه پرانيستل شوه. د اوبو او برېښنا وزارت مسوولین وايي، چې دغه پروژه د يوه کورني شرکت له لوري ۱۸.۷ ميليونه ډالرو په پانګونې سره پلې کېږي او په بشپړېدو سره به يې د ۲۵۹ زره مشتريانو او صنعتي پارکونو د برېښنا ستونزې حل شي. د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر د دغهې پروژې پرانيستغونډه کې ویلي، چې ډېر ژر به په زابل ولايت کې د اوبو يو ستر بند ګټې اخيستنې ته وسپارل شي. نوموړي ویلي، چې د پاشدان بند جوړولو چارې هم په بشپړېدو دي او د کابل د شاه او عروس بند د تسليمۍ په موخه د حسابونو د تصفيې چارې روانې دي، چې په پايله کې به یې د کابل ښار ۲۰ زره کورنيو ته د څښاک اوبه برابري، زرګونه هکټاره ځمکه به خړوبه شي او ۲ ميګاواټه برېښنا به هم توليدوي.