د وینزویلا د حکومت سیاسي مخالف ګونزالیز اوروتیا چې ځان د جولای د اته ویشتمې نېټې په ولسمشریزو ټاکنو کې بریالی بولي، اسپانیې ته تښتیدلی دی. فرانس پریس خبري اژانس لیکلي، چې نوموړی پرون مادرید ته رسېدلی او ژمنه یې کړې چې له همغه ځایه به د وینزویلا (د ازادۍ او ډیموکراسۍ) لپاره خپلې مبارزې ته دوام ورکړي. په وینزویلا کې چې د جنوبي امریکا یو هېواد دی، چې تر وروستیو ولسمشریزو ټاکنو وروسته وضعیت کړکېچن شوی او دغه سیاسي مشر یې په پټه مبارزې پلانولې. په هغو ټاکنو کې نیکولاس مادورو چې برحاله ولسمشر و، بریالی شوی دی، خو مخالفان یې د هغه بریا نه مني.