د خوست شمل خرم فرعي سينديزې حوزې رياست مسوولین وايي، په مرکز او څلورو ولسواليو کې د ۸ کارېزونو د بيارغونې او پاکولو چارې پيل شوې. د یادې سينديزې حوزې رییس عبدالقيوم ثابت وايي، د یادو کاريزونو د بيارغونې او پاکولو پروژې لګښت د يونسکو له لوري ورکول کېږي. هغه وويل په دغه پروژه ټول ۷۴ زره امريکايي ډالر لګښت کېږي چې چارې به يې، راتلونکو پنځو مياشتو کې بشپړې شي. د ثابت په وينا، دغه اته کارېزونه چې ۱۴زره متره اوږدوالی لري په بیارغونه سر به یې، سلګونه جريبه ځمکه خړوبې شي او په وینا یې، د اوبو ضایعکېدو مخه به هم ونيول شي.