په کندهار او هلمند ولایتونو کې سږکال پر ٢٢ سوه هکټاره ځمکه ریحان کرل شوي دي. د کندهار د کرنې ریاست ویاند محمد حنیف حقمل ویلي، چې په دغه ولایت کې پر څه باندي ١٠٠٠ هکټاره ځمکه ریحان کرل شوي، چې ورڅخه به ١١ سوه مټریکه ټنه حاصل لاسته راشې. ورته مهال د هلمند د کرنې ریاست د ترویج مدریت غړی محمد نسیم وایي، چې په هلمند کې هم د تېر کال پر پرتله د ریحانو کرکیله زیاته شوې ده. د دې ولایتونو کروندګر وایي؛ د مناسب بازار د نشتون له کبله د ریحان بیې د تېر کال پر پرتله ٣٠ سلنه ټیټې شوې، چې له کبله یې کروند ګر زیان من شوې دي. ویل کیږي، چې تېر کال په بازارونو کې د ۴ نیم کیلو ریحانو بیه څه نا څه ٥٠٠ افغانۍ وه؛ خو سږکال د همدومره ریحانو بیه ٣٠٠ افغانیو ته راټیټه شوې ده.