د غزني امنیتي مسوولین وايي، چې د دغه ولایت په مرکز کې د ترافیکي پېښې له امله دوه تنه مړه شوي او ۷ نور ټپیان دي. دغه پېښه د غزني د روضې کوتل په سیمه کې د دوو مسافر وړونکو موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې ده. د دغه ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند ویلي، چې په دې پېښه کې دوه تنه مړه شوي او د یوې ښځې او ماشوم په ګډون اووه تنه نور ټپيان دي. د دغې پېښې مړي او ټپيان د غزني ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي. یاده پېښه د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ له امله رامنځته شوې ده.