د سرپرست حکومت اقتصادي مرستیالۍ په خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې له کابل څخه د وردګو ولایت د سیدآباد ولسوالۍ تر ټوپ دښتې پورې د دویم سړک د لومړي او دوهم فاز کار پیل شوی دی. د خبرپاڼې له پر بنسټ د سرپرست حکومت اقتصادي مرستیال د سړک د کار د پرانیستلو په مراسمو کې ویلي، چې په ترانسپورټي او مواصلاتي زېربناوو کې پانګونه د سرپرست حکومت په اساسي او مهمو اقداماتو کې شمېرل کیږي. د یادې ادارې مسوولینو دا پروژه مهمه بللې او په خبره یې د غزني او کابل ترمنځ د دویم لين سړک جوړول د مرکز او سوېل ترمنځ د نښلېدو بنسټيز پل دی چې په پايله کې به يې سوداگریز فعالیتونه آسانه، د توکو د لېږد رالېږد وخت او لګښتونه کم او دغه راز د دې لارې مسافرو ته به ګڼې آسانتیاوې برابرې کړي.