د سرپرست حکومت رییس الوزرا، د ټاپي پروژې د پرانیستې مراسمو کې د ګډون په موخه هرات ته رسېدلی. ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د رییس الوزرا په مشرۍ یو لوړ پوړی پلاوی د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د ټاپي او نورو پروژو د پرانیستې په مراسمو کې د ګډون په موخه هرات ته رسېدلی دی. خبرپاڼې زیاته کړې چې هغه بیا د هرات له هوايي ډګره، د دغو سترو پراختیايي پروژو د پیل او پرانیستې مراسمو کې د ګډون په موخه د ترکمنستان سلیم چشمه، ماري سیمې ته تللی دی.