د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو نوماندانو، ډونالډ ټرمپ او کاملا هرېس خپله لومړۍ او وروستۍ مناظره وکړه. په دغه مناظره کې کاملا هرېس، ټرمپ په دې پړ کړ چې د هغه د واکمنۍ پر مهال د بې روزګارۍ کچه لوړه شوې وه، پر بهرنیو توکو تعرفې زیاتې شوې وې او خپله ټرمپ په جرمونو کې ښکېل پاتې شوی دی. اخوا ټرمپ بیا د هرېس په مرستیالۍ کې د بایډن پر ادارې نیوکې وکړې چې انفلاسیون پکې لوړ شوی، امریکا ته ناقانونه کډوالي زیاته شوې او د منځنۍ کچې اقتصاد لرونکي امریکايي وګړي ډېر اغېزمن شوي دي. دغه مناظره داسې مهال کیږي چې د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته یوازې څو اونۍ پاتې دي.