په سینیګال کې د کډوالو د یوې کښتۍ د ډوبېدو له امله ۲۶ تنه مړه شوي او څو تنه په کښتۍ کې سپاره کسان لادرکه دي. د بريتانيا د خپرونو ادارې د راپور له مخې، دغه کښتۍ د سينيګال له پلازمېنې ٨٠ کيلومتره لرې د اېمبور له ښاره وتلې، چې تر سلو ډېر مسافر په کې سپاره وو؛ خو يوازې له څلور کيلومتره تګ وروسته ډوبه شوې ده. د راپور له مخې، دغه د کب نیونې کښتۍ د اسپانیا کانري ټاپوګانو ته د کډوالو د لېږد لپاره کارول شوې وه.